د چين د بهرنيو چارو وزیر له خپل تاجکستاني سیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی له تاجکستان سره په ګډه د افغانستان د سولې، ټیکاو او بیارغونې لپاره کار وکړي.
د چين د دولتي خبري اژانس شینهوا د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزیر وانګ یي وړمه ورځ تاجکستان ته تللی او هلته یې هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سراجالدین مهرالدین سره ستراتیژیکې خبرې اترې کړې دي.
سرچينه لیکي چې د چين د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ له خپل تاجکستاني سیال سره په لیدنه کې ویلي افغانستان د دواړو هېوادونو ګاونډی دی او هېواد یې چمتو دی چې له تاجکستان سره په ګډه د افغانستان د سولې، ثبات او بیارغونې لپاره کار وکړي.
په راپور کې راغلي چې وانګ يي ویلي، د چين او تاجکستان دوه اړخیزې اړیکې لوړ کچې ته رسېدلې دي.
Views: 1