په هالنډ کې د ملکې ثریا ۱۲۶مه کلیزه او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد ورځ ولمانځل شوه

نوومبر 23, 2025

په هالنډ کې د افغان ښځو د پیوستون ټولنې او د «لومړیتوب لرونکو ښځو سازمان» له لوري د ملکې ثریا د زوکړې ۱۲۶مه کلیزه او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد ورځ ولمانځله. په دې غونډه کې افغان فعالانو، محصلینو، فرهنګي څېرو او د ښځو د حقونو مدافعینو پراخ ګډون کړی و.

د ناستې موخه د ملکې ثریا د اصلاحاتو، د افغان ښځو د حقونو د تاریخي مسیر او د افغان ښځو د اوسني وضعیت په اړه بحث او د همبستګۍ د پیاوړتیا لپاره ګډې هڅې وې.

په پای کې کوربه بنسټونو د افغان ښځو د تعلیم، کار، خوندیتوب او بنسټیزو حقونو د ملاتړ د دوام ژمنه تازه کړه.

بشپړ راپور بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب وګورئ!

Views: 2