د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه نږدې شپږ زره کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۱۱۸ کورنۍ چې ۵۹۹۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د کندهار سپینبولدک، د هلمند بهرامچې او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
هغه دغهراز زیاته کړې، تېره ورځ ۲۰۵۷ راستنې شوې کورنۍ چې ۱۲۱۵۱ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۱۱۸۴ کورنیو سره مرسته شوې ده.
د فطرت د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۲۰۵ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان څخه لس زره او ۴۰۵ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي وو.
Views: 5