هند اعلان کړی چې د کابل – ډيلي او کابل – امریتسر هوايي مسیرونه بېرته فعال شوي او کارګو الوتنې به پر دغو مسیرونو ډېر ژر پیل شي.
د انډیا ټوډې د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانستان سره به د هوايي کارګو خدمتونه ډېر ژر بېرته پیل شي. دا پرېکړه د اسلامي امارت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ډيلي ته د رسمي سفر پر مهال اعلان شوې ده.
د هند د بهرنیو چارو په وزارت د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې مشر انند پرکاش په یوې خبري ناسته کې ویلي: «خوښ یم چې اعلان وکړم چې د کابل – ډيلي او کابل – امریتسر ترمنځ هوایي الوتنې بېرته فعالې شوې او ډېر ژر به له دې لارو د کارګو الوتنې هم پیل شي.»
راپور کې راغلي چې له څو کلونو ځنډ وروسته د دغو الوتنو بیا پیل د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیم سوداګریز مسیر د بیا فعالېدو په معنا دی او تمه ده چې د توکو لېږد اسانه او سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.
دا پرېکړه د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېسجي شنکر سره د نورالدین عزیزي له لیدنې وروسته ونیول شوه. دا لیدنه د افغانستان د سوداګرۍ وزیر د پنځه ورځني سفر یوه برخه ده چې پهکې دواړو خواوو د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراخولو، د ترانزیټي لارو پیاوړتیا او د خلکو ترمنځ د اړیکو پراخولو په اړه خبرې وکړې.
د یادونې ده، نورالدین عزیزي د چهارشنبې په ورځ هند ته ورسېد او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې تود هرکلی وشو. د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پیاوړتیا او پانګونې جلبول ښودل شوې ده.
Views: 1