د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر کابل کې له تاجکستاني پلاوي سره لیدلي او دواړو لورو د امنیت، د اړیکو پراختیا، سرحدي ستونزو او د ګډ سرحد د تثبیت په اړه خبرې کړې دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت وزیر او د سرحدونو د تثبیت چارو کمېسیون مشر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشرۍ د تاجکستان هیواد له راغلي پلاوي سره – چې ملتیا یې د دې هېواد د امنیت دولتي کمېټې د سرحدي ځواکونو لومړي مرستیال او د تاجکستاني پلاوي مشر میرزا زاده عبدالواحد کوله – وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، په یاده لیدنه کې د دواړو هېوادونو د پلاوو تر منځ د امنیت، د اړیکو پراختیا، سرحدي ستونزو او د ګډ سرحد د تثبیت په اړه خبرې وشوې.
نوري ویلي: «دا د خوښۍ ځای دی چې افغانستان او تاجکستان د اړیکو په برخه کې مثبت ګامونه اخلي، افغانستان هڅه کوي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره اقتصادي، سیاسي او دوستانه اړیکې ولري.»
هغه ویلي، افغانستان د انساني او مخدره توکو له قاچاق څخه په جدي توګه مخنیوی کوي او په دې اړه د مشرتابه له لوري فرمانونه هم صادر شوي دي.
نوري دغهراز ویلي، د افغانستان او تاجکستان د ګډ سرحد تثبیت به د دواړو هېوادونو د ثبات او امنیت په برخه کې ګټور رول ولوبوي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د راغلي پلاوي په استازیتوب عبدالواحد ویلي، افغانستان او تاجکستان ژبنیز، دیني او ګډ مشترکات لري او د دواړو هېوادونو ولسونه د امن غوښتونکي دي.
هغه ویلي، تاجکستان ژمن دی چې له افغانستان سره په اقتصادي او نورو برخو کې اړیکې پراخه کړي.
ده هیله څرګند کړې چې تاجکستان او افغانستان به په ګډه د سرحد په اوږدو کې شته ستونزې د تفاهم له مخې حل کړي او په دې برخه کې به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
دغه راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د تاجکستان د بېلابېلو ادارو له استازو جوړ یو لوړپوړی پلاوی چې د افغانستان لپاره د هغه هېواد د ځانګړي استازي په مشرۍ یې کابل ته سفر کړی، د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا، په ځانګړې توګه د ډیپلوماتیکو اړیکو او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اوږدمهاله او تاریخي اړیکو په اړه د وضاحت ورکولو ترڅنګ ویلي چې افغانستان د تاجکستان له جمهوریت سره د ښو اړیکو او ښه ګاونډیتوب د پراختیا په لټه کې دی.
هغه په وینا: «له نېکه مرغه دا اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراختیا په حال کې دي او موږ هیله لرو چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو وروڼو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د پام وړ پرمختګونو شاهدان واوسو.»
د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې د تاجک پلاوي هم له افغانستان سره د اړیکو د لا پیاوړتیا ډاډ ورکړ او ویلي یې دي چې افغانستان او تاجکستان کولای شي په بېلابېلو برخو کې نږدې همکارۍ ولري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پای کې دواړو لورو د دغه ډول غونډو او سفرونو پر دوام ټینګار کړی دی.
Views: 6