د افغانستان د کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) د ځوانانو اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د بنګلهدېش له الف لوبډلې سره ترسره کوي.
د ځوانانو شلاوریزې اسیا جام سیالۍ د قطر په کوربهتوب د افغانستان په ګډون د اتو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ روانې دي.
د افغانستان او بنګلهدېش الف لوبډلو ترمنځ لوبه نن د افغانستان پر وخت د ماښام اووه بجې ترسره کېږي.
افغان لوبډله د دغو سیالیو په الف ګروپ کې د سریلانکا، بنګلهدېش او هانګکانګ له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
دغهراز، افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړه.
د یادونې ده، افغان ابدالیان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله وروستۍ ګروپي لوبه د نومبر په ۱۹مه د هانګکانګ پر وړاندې ترسره کړي.
Views: 10