د راپورونو له مخې، د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر شرینګر ښار ته نږدې د ناوګام د پولیسو مرکز کې د ضبط شوو چاودېدونکو توکو چاودنې له امله لږ تر لږه ۹کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د هند اېنډيټيوي ټلوېزیون راپور ورکړی چې دغو کسانو ته هغه مهال مرګژوبله اوښتې چې د جمعې په ماښام د شرینګر ښار د پولیسو په یوه مرکز کې د مصادره شوو چاودېدونکو توکو زېرمتون چاودنه وکړه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، چاودنه هغه مهال وشوه چې د پولیسو مامورین او د عدلي او جنایي ټیم غړي د ضبط شوو چاودېدونکو توکو په څېړنه او لېږدولو بوخت وو.
راپور کې راغلي چې ډېری قربانیان د پولیسو مامورین او د عدلي او جنایي ټیم غړي دي چې د چاودېدونکو توکو په معاینه بوخت وو او د شرینګر ادارې دوه چارواکي هم په دې پېښه کې وژل شوي دي.
Views: 1