د مویتای افغان لوبغاړي محمدیوسف جهانګیر د اسلامي هېوداونو پیوستون سیالیو کې خپل ترکي سیال ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ملي کمېټې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې محمدیوسف جهانګیر په ۷۵ کیلوګرام وزن کې د اسلامي هېوادونو پیوستون سیالیو خپله وروستۍ لوبه کې ترکي سیال ته ماته ورکړه او په دغو سیالیو کې یې د سرو زرو مډال وګاټه.
جهانګیر له دې مخکې په دغو سیالیو د اندونیزیا او سعودي عربستان دوو ورزشکارانو ته هم ماته ورکړي وه.
د یادونې ده، جهانګیر لومړی افغان لوبغاړی شو چې د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو کې په لومړي ځل د سرو زرو تاریخي مډال ګټي.
همدارنګه په دغو سیالیو کې بیا د مویتای بل افغان لوبغاړي سید حمیدالله سادات تېره ورځ خپل قزاقستاني سیال ته ماته ورکړه او د برونزو مډال یې واخیست.
دغهراز، د اسلامي هېوادونو د پیوستون شپږم پړاو سیالۍ دا مهال د سعودي عربستان په کوربهتوب روانې دي.
Views: 11