د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۷۰۶۱ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۳۵۳ کورنۍ چې ۷۰۶۱ کسان کېږي، هېواد ته راستني شوې دي.
فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز د ورېښمو پله، د کندهار سپینبولدک، د هلمند د بهرامچې او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې، تېره ورځ ۳۴۴۸ راستنې شوې کورنۍ چې ۲۷۲۲۳ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۱۴۳۶ کورنیو سره مرسته شوې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۳۳۸ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان څخه لس زره او ۶۳۷ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي وو.
Views: 6