د افغانستان ویلچر بسکیټبال ملي لوبډله په جاپان کې د ۲۰۲۶ کال پارالمپیک سهمیې اخیستو سیالیو له دوامه وایستل شوه.
د افغانستان د ویلچر بسکیټبال ملي لوبډله نن (جمعه) په دغو سیالیو کې د فیلیپین پر وړاندې ۵۲-۴۲ ماتې وخوړه.
د هېواد ملي لوبډله په جاپان کې د ۲۰۲۶ کال د لوبو له سهمیې بهر شوه.
د یادونې ده چې دا سیالۍ د تایلینډ په کوربهتوب جوړې شوې وې.
د افغانستان د ویلچر بسکیټبال لوبډلې په دې سیالۍ کې پنځه لوبې وکړې چې دوه یې د نیوزیلینډ او هند پر وړاندې وګټلې او درې یې د عراق، کویټ او فیلیپین ته وبایللې.
Views: 3