د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر په یوه غونډه ویلي، که د دي سیمې استازو او مشرانو ته د پاکستان او افغانستان ترمنځ په خبرو کې برخه ورکړل شي، د مذاکراتو پایلې به مثبتې وي.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي پرون د سولې په نوم یوې جرګې ته په خبرو کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرو ته خوشبین دی او دا مذاکرات په خیبرپښتونخوا مستقیم اغېز لري.

هغه زیاته کړې، که د خیبرپښتونخوا استازو او مشرانو ته د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ په خبرو کې برخه ورکړل شي، نو د مذاکراتو پایلې به مثبتې وي.

یاده جرګه د ټولو سیاسي ګوندونو په تایید د یوې ۱۵ مادیزې اعلامیې په خپرېدو سره پای ته ورسېده.

د جرګې په اعلامیه کې غوښتنه شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې دې د هر ډول سوداګرۍ پر مخ ژر تر ژره خلاصې شي.

د امن جرګې په اعلامیه کې د مرکزي او ایالتي حکومت ترمنځ د اړیکو د نرمښت، د ناامنیو په مهارولو کې پر ایالتي حکومت باور، کانونو او نورو مسایلو په اړه یادونه شوې ده.

دا په داسې حال ده چې پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم تر بریدونو او بیا د افغانستان غچ‌اخیستونکو بریدونو وروسته، د قطر او ترکیې په منځګړیتوب یو ځل په دوحه او دوه ځله په استانبول کې د کابل او اسلام‌اباد تر منځ مذاکرات وشول چې بې‌پایلې وو.

Views: 6