هر کال د نومبر یولسمه په کاناډا کې د سربازانو د یاد ورځ په نوم نمانځل کېږي. په دې ورځ خلک، پوځیان او د ښاروالیو استازي د خپلو سرتېرو د یاد لپاره د ګلانو ګېډۍ ږدي او د هغوی سرښندنې یادوي.
د دې ورځې د نمانځلو لړۍ له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته پیل شوه، کله چې د ۱۹۱۹ کال د نومبر په یولسمه اوربند د سولې د پیل نښه وګرځېده.
له هماغه وخته کاناډایان دا ورځ د هغو سرتېرو د درناوي لپاره لمانځي چې د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې او د افغانستان په ګډون نورو جګړو کې یې برخه اخیستې او قربانۍ ورکړې دي.
موږ هم د دې ورځې د پوښښ لپاره د اونټاریو د پېټربرو ښار ته ورغلي یو، د مراسمو بشپړ راپور د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل وګورئ!
Views: 2