د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش ملي کمېټه وایي چې د تکواندو د پنځو ملي لوبغاړو په ګډون یوه اته کسیزه ډله د اسلامي هېوادونو پیوستون شپږم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته ولاړه.
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش ملي کمېټې نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاده ډله د اسلامي هېوادونو د پیوستون شپږم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته استول شوې ده.
یاد نهاد څرګنده کړې، ټاکل شوې چې دا ورزشکاران د روان میلادي کال د نومبر له ۱۴مې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له سیالانو سره سیالۍ ترسره کړي.
Views: 8