د متحده ایالتونو ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د سوریې له ولسمشر سره لیدنه کړې ده.
د بيبيسي فارسي د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره لیدنه کړې ده.
د راپور له مخې، له دې لیدنې وروسته سوریې اعلان کړی چې د داعش پر وړاندې نړۍوال ایتلاف کې شاملېږي.
دغهراز، ډونالډ ټرمپ د خبریالانو یوې غونډې ته ویلي: «موږ غواړو ووینو چې سوریه پر یوه ډېر بریالی هېواد بدل شي او زه فکر کوم چې دا مشر دغه کار کولای شي.»
نوموړي د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړې: «نورې اعلامیې هم په لاره دي.»
ورته مهال، په دې لیدنه کې د امریکا د مالیې وزارت اعلان کړی چې د سوریې بندیزونه د ۱۸۰ ورځو (شپږو میاشتو) لپاره ځنډول شوي دي.
د یادونې ده، احمد الشرع د سوریې لومړنی ولسمشر دی چې د دغه هېواد له خپلواکۍ، نږدې ۸۰ کاله وروسته سپینې ماڼۍ ته تللی دی.
Views: 1