لنډۍ د پښتو ولسي ادب هغه رڼا ده چې د پېړیو له تیارو راوتلې او د پښتنې د روح هنداره بلل کېږي. پښتنه ښځه که په کلي کې ده او که په ښار، د خپل احساس د اظهار تر ټولو صادقه وسیله لنډۍ ګڼي. په همدې مانا، لنډۍ یوازې د شعر یو فورم نه دی، بلکې د پښتنې د ژبې، ذهن، او روح د ازادۍ یو اعلان دی.
لنډۍ د پښتنو ښځو د زړه پټ درد هم انځوروي، هغه ژور احساس چې په خوله یې نه شي ویلی، خو د لنډیو له نغمو یې اورېدلای شو او لکه څنګه چې ګودر د انجونو د خندا، مینې او رازونو ځای و، هماغسې لنډۍ د ښځو د نهویلو کیسې په شاعرانه ژبه ثبتوي.
پښتنې ښځې، چې د ټولنیزو محدودیتونو، د تګ راتګ بندیزونو او د ژوند له سختیو سره مخ دي، خپلې هیلې او دردونه لنډیو ته سپاري. د زړه هر ټپ، هره نهویلې هیله او هره پټه کیسه د لنډیو په بڼه د خلکو له زړونو سره شریکوي.
په دې خپرونه کې د پښتو ادبیاتو یوه بډایه برخه لنډۍ، څېړل شوې او د پښتنو د ښځو د زړه غږ او احساسات د لنډیو په رڼا کې تشریح شوی چې ستاسو پام ور ته را اړوو.
بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل وګورئ!
Views: 2