د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي چې د افغانستان ویلچر بسکټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال اسیا اتلولۍ سیالیو په خپله دویمه لوبه کې هند ته ماته ورکړه.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د ویلچر بسکټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو په خپله دویمه لوبه کې هند ته د ۹۳ – ۲۳ امتیازونو په توپیر ماته ورکړه.
سرچینې زیاته کړې، افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه کې راتلونکې پنجشنبې (د لړم ۲۱مه) د عراق پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، افغانستان د دغو سیالیو په A ګروپ کې له نیوزیلنډ، هند او عراق سره سیالۍ ترسره کوي.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶۳ – ۵۴ امتیازونو په توپیر ماته ورکړې وه.
د یادونې ده، یادې سیالۍ د ټایلنډ په کوربهتوب د ۱۴ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په ۷مه پیل شوې او تر ۱۵مې نېټې به دوام وکړي.
Views: 9