د راپورونو له مخې، په فیلیپین کې د توپان له امله دوه کسان مړه او څه باندې یو میلیون خلک بېځایه شوي دي.
«ګارډین» ورځپاڼې د فیلیپین د چارواکو له قوله لیکلي، دغه توپان د ناڅاپي سېلابونو، د ځمکې ښویېدنې او سختو بادونو لامل هم شوی دی.
د فیلیپین د طبیعي پېښو پر وړاندې د غبرګون ملي ادارې ویلي چې لا هم زیربناوو او کورونو ته د اوښتو زیانونو د ارزونې په حال کې دي.
د راپور له مخې، تر اوسه د ۹۲ زره کورنیو د لنډمهالي استوګنې لپاره شاوخوا شپږ زره د تخلیې مرکزونه پرانیستل شوي دي.
د راپورونو له مخې، تر نن سهاره (دوشنبه) لږ تر لږه د دوو کسانو مړینه تایید شوې ده.
چارواکو رسنیو ته ویلي: «زموږ کارکوونکو ۱۴ هغه کسان چې د یوه کور د بام تر شا په یوه ټیټ ځای کې په سېلاب کې بند پاتې وو، وژغورل. یو پلار هم په وارخطایئ اړیکه ونیوله او ویې ویل چې د کور چت یې د باد له امله د نړېدو په حال کې دی؛ موږ هغه او د هغه څلور د کور نور غړي هم وژغورل.»
ورته مهال، د فیلیپین ولسمشر فردیناند مارکوس جونیور د طوفان له پراخو ویجاړیو وروسته بیړنی حالت اعلان کړی دی.
د یادونې ده، د دغه توپان شدت نن سهار د فیلیپین له تر ټولو لویې جزیرې څخه، چېرته چې پلازمېنه هم موقعیت لري، د تېرېدو پر مهال کمزوری شوی دی.
Views: 7