د کاناډا د کډوالو چارو اداره وایي، ۳۲۵ افغان کډوال يې له پاکستانه کاناډا ته لېږدولي دي.

د کاناډا د کډوالو چارو ادارې (IRCC) تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال د کاناډا کلګري ښار ته لېږدول شوي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه افغان کډوال یې له پاکستانه کاناډا ته لېږدولي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې کاناډا ته لږ تر لږه ۴۰ زره افغانان رسېدلي دي.

Views: 11