تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۲ زره ۴۵۵ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۰۹۸ افغان کورنۍ چې ۱۲۴۵۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
هغه لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز د ورېښمو پله، د کندهار سپینبولدک، د هلمند د بهرامچې او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې، د یادو راستنو شوو کډوالو له ډلې یو شمېر یې خپلو سيمو ته لېږدول شوي او له ۲۰۵۱ نورو سره مرسته شوې ده.
د فطرت د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۶۵۲ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي
Views: 9