د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي چې د افغانستان ویلچر بسکټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال اسیا اتلولۍ سیالیو کې په خپله لومړنۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه.
یاد ریاست دغه څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه کې راتلونکې دوشنبه (د لړم ۱۹مه) د هند پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، افغانستان د دغو سیالیو په A ګروپ کې له نیوزیلنډ، هند او عراق سره سیالۍ کوي.
د یادلو ده چې یادې سیالۍ د ټایلنډ په کوربهتوب د ۱۴ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په ۷مه پیل شوي او تر ۱۵مې نېټې به دوام وکړي.
Views: 7