په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان استازي له څو ورځنیو جګړو وروسته د ترکیې په استانبول کې دایمي حل ته د رسېدو په موخه خبرې ناکامې شوې او د پاکستان پوځي رژیم بیا د افغانستان پر وړاندې د زور کارولو ګواښونه کوي.
سره له دې چې وروستیو کړکېچونو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو پر ژوند او اړیکو منفي اغېز کړی، د ځینو پښتنو سیاسي ګوندونو دریځ کمرنګ ښکاري.
خو له حکومتي اډانې بهر یو شمېر پاکستاني سیاستوال د اسلاماباد چلند غندي او دا جګړه د ډالرو د ترلاسه کولو یوه بهانه بولي او پښتونخوا نشنل عوامي ګوند وايي چې کوز پښتانه پر افغانستان د پنجاب د جګړې ملاتړ نه کوي.
په همدې تړاو د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند له مرستیال مختار یوسفزي سره بحث او خبرې کړې چې پام مو ورته رااړوو.
Views: 4