د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوريې پر ولسمشر احمد الشرع د بندیزونو لرې کولو په تړاو د امریکا متحده ایالتونو طرحه تصويب کړه.
رويټرز راپور ورکړی چې یاده طرحه د ۱۴ موافقو رایو او د چین د یوې ممتنعې رایې پراساس تصویب شوې او له مخې یې د احمد الشرع سربېره د سوریې د کورنیو چارو پر وزیر هم لګول شوي بندیزونه لغو شوي دي.
سرچينې لیکلي چې متحده ایالتونو په وروستيو میاشتو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۱۵ غړو غوښتنه کړې وه چې پر سوريې بندیزونه کم کړي.
ډونالډ ټرمپ په مې میاشت کې اعلان کړی و چې امریکا پر سوریه خپل بندیزونه لري کوي؛ هغه اقدام چې د «واشنګټن په سیاست کې د لوی بدلون» په توګه یاد شو.
ټرمپ د پنجشنبې په ماښام د احمد الشرع په اړه ویلي: «هغه خپل کار ډېر ښه ترسره کړی؛ سیمه یې ستونزمنه ده او خپله هم سخت سړی دی، خو زه له هغه سره ښې اړیکې لرم او په سوریه کې ډېر پرمختګونه شوي دي.»
هغه زیاته کړې: «موږ تحریمونه لرې کړل څو سوريه د بيارغونې او پرمختګ لپاره رښتینی فرصت ترلاسه کړي.»
دغه اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې د سوریې ولسمشر د راتلونکې دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وويني.
Views: 3