د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په لړ کې نن تاجکستان ته نهه پر پنځه ماته ورکړه.
یاده لوبه د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲:۳۰ بجې د سعودي عربستان په ریاض ښار کې ترسره شوه.
د یادې لوبې په لومړۍ نیمایي کې افغانستان ۶ پر ۲ مخکې و او بالاخره د دویمې نیمایي په پای کې لوبه د هېواد د ملي لوبغاړو په ګټه د ۹ پر ۵ پایلې سره پای ته ورسېده.
د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په شپږم پړاو کې اته لوبډلې ګډون لري، په لومړي ګروپ کې د سعودي عربستان (کوربه هېواد)، اوزبېکستان، لیبیا او اذربایجان لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دویم ګروپ کې له ایران، مراکش او تاجکستان سره یوځای ده.
افغانستان به د یادو سیالیو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ له ایران سره ولوبیږي.
Views: 1