تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۶ زره ۲۴۳ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۹۶۳ افغان کورنۍ چې ۱۶۲۴۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
هغه لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز د ورېښمو پله، د کندهار سپینبولدک، د هلمند د بهرامچې او تورخم له لارو راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې، د یادو راستنو شوو کډوالو له ډلې ۲۱۶۱ کورنۍ چې ۱۱۷۷۲ کسان کېږي، خپلو سيمو ته لېږدول شوي او له ۱۸۸۲ نورو سره مرسته شوې ده.
د فطرت د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۲۹۵۸ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
Views: 1