په ټورنټو کې د سید نادرشاه الحسیني کیاني ټولنیزه او کلتوري ټولنه جوړه شوه

نوومبر 5, 2023

د سید نادرشاه الحسیني کیاني ټولنیزه او کلتوري ټولنې نن (د نومبر ۵مه) د کاناډا په ټورنټو ښار کې خپل فعالیت پیل کړ.

د یادې ټولنې مرکزي دفتر په ټورنټو ښار کې دی خو هڅې روانې دي چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې یې هم څانګې پرانیستل شي څو په بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغان کډوالو ته ټولنیز او کلتوري خدمتونه وړاندې کړي.

د دې ټولنې اساسي موخې په لاندې ډول دي:

  • ټولنه هڅه کوي څو د افغانستان خلکو او قومونو ټولنیز او کلتوري توپیرونه معرفي کړي او د ټولنې وګړو ته دغه پیغام ورسوي چې د یو بل ټولنیز او کلتوري توپیرونه پر رسمیت وپېژني او د کلتوري او ټولنیزې کثرت‌پالنې جوګه وي.
  • دغه ټولنه له ټولیزو زده‌کړو ملاتړ کوي او هڅه کوي د افغانستان ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د هېواد دننه او بهر د ټولیزو زده‌کړو خدمتونه وړاندې کړي.
  • ټولنه غواړي د ټولنیزو، ادبي او کلتوري موضوعاتو په اړه د هېواد د لیکوالانو مقالې خپرې کړي څو د ادبیاتو، کلتور، علم او پوهې په غني کولو کې برخه واخلي او تر ټولو مهمه دا چې د هېواد د څېړونکو، لیکوالو او فرهنګپالو د فکر په خپرولو کې مرسته وکړي.

Views: 15