په دې مرکه کې د پکتیا پوهنتون له پخواني استاد جانداد جهاني سره د پښتو ژبې د ټکنالوژیک پرمختګ، د موزیلا ادارې د رول او د غږ ثبتولو د نړیوالې پروژې (Common Voice) په اړه بحث شوی دی.
په مرکه کې دا هم څېړل کېږي چې د موزیلا پروژه څنګه د نړۍ د ژبو د ساتنې او پرمختګ لپاره کار کوي او د غږونو د راټولولو او ارزولو پروسه یې په کومو مرحلو کې پر مخ ځي.
همدارنګه، په خپرونه کې د پښتو ژبې د معیاري کولو او د هوښیار مصنوعي په برخه کې د استاد جهاني او د خلکو د ونډې پر اهمیت هم خبرې شوې دي.
بشپړه مرکه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل وګورئ.
Views: 3