په دې ځانګړې خپرونه کې د «عربو پسرلي» د پاڅونونو بشپړه کیسه څېړل شوې له تونس څخه د محمد البوعزيزي د ځان سوزونې له پېښې، د مصر، لیبیا، یمن او سوریې تر انقلابونو پورې.
په دې خپرونه کې دا هم څېړل شوي چې څنګه د ولسونو سولهییز پاڅونونه د استبدادي نظامونو د نسکورېدو لامل شول، خو د بهرنیو لاسوهنو او کورنیو اختلافونو له امله ډېری یې نیمګړي هم پاتې شول.
همدارنګه، خپرونه د تونس د بریا، د مصر او لیبیا د ناکامو بدلونونو، د یمن د سیاسي انتقال او د سوریې د اوږدې جګړې ژوره شننه هم وړاندې کوي.
د خپرونې وروستۍ برخه د دې پوښتنې ځواب لټوي: ولې ځینې ولسي خوځښتونه بریالي کېږي او ولې ځینې ناکامېږي؟
او د ګاندي، باچا خان، نلسن منډیلا او پښتون ژغورنې غورځنګ تجربې د نړیوالو خوځښتونو له برخلیک سره هم پرتله کېږي.
بشپړه خپرونه د وصال تلویزیون په یوتیوب چینل کې کتلی شئ.
Views: 2