ټولګټو چارو وزارت د هرات – خواف رېل‌پټلۍ له لارې په لومړۍ ځل هېواد ته د څه باندې ۲۰ واګون ډیزل تېلو له واردېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن (دوشنبه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د لومړي ځل لپاره ۲۰ واګون ډیزل تېل چې ټولیز وزن یې ۱۱۲۰ ټنه و او د یوه خصوصي شرکت اړوند دي، پرون ماښام د خواف – هرات رېل‌پټلۍ له لارې هرات کې د روزنګ تم‌ځای ته رارسېدلي دي.

سرچینې لیکلي: «د ا.ا.ا ټولګټو وزارت هڅه کوي چې په افغانستان کې د پروژو په تطبیق او وسپنې پټلۍ په پراختیا سره، د لېږد رالېږد مناسب شرایط او سوداګراو ته لا زیاتې اسانتیاوې هم برابرې کړي

Views: 1