د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو دویم پړاو د دویمې ورځې په اوږدو کې هم روان و، او دواړه خواوې د ترهګرۍ ضد پر هغو طرحو بحث وکړ چې یو بل ته یې سپارلې دي.
که څه هم دواړو لوریو تر اوسه د خبرو رسمي اجنډا نه ده څرګنده کړې، خو د سرچینو په وینا تېره ورځ دواړو خواوو خپلې مسودې تبادله کړې او د دوحې د توافقنامې د عملي کولو لپاره د یوه ګډ میکانیزم پر جوړولو خبرې کړي دي.
په ترکیه کې په لومړی ورځ خبرو کې دواړو لوریو د هغه څه عملي کېدو او څار لپاره چې تېره اونۍ د قطر په دوحه کې پرې تفاهم شوی و، د خپلو طرحو مسودې وړاندې کړې.
د مذاکراتو لومړی ورځ:
د سرچینو په وینا لومړی، پاکستاني لورې د شنبې د ورځې د خبرو په لومړي پړاو کې، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د بریدونو د مخنیوي لپاره طالبانو ته خپله ترهګري ضد طرحه وسپارله.
طالبانو د یادې طرحې په ځواب کې پاکستاني لورې ته د ترکیې د شپې پر دوو بجو خپله د طرحې وروستۍ مسوده، پاکستاني لوري سپارلې ده.
یاده مسوده د منځګړو له لارې پاکستاني لوري ته سپارل شوې ده او پاکستاني پلاوي هم نن (یکشنبه) سهار له ځايی وخت سره سم نژدې شپږ بجې د خپلې ځوابي طرحې مسوده طالبانو ته سپارلې ده.
د افغانستان غوښتنې:
د طالبانو په مسوده کې چې پاکستان ته یې سپارلې، د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي غوښتنه شوې، په مسوده کې ویل شوي، پاکستان باید ډاډ ورکړي، چې د افغانستان ځمکنی او هوايي حریم به نه نقضوي.
دغه راز پاکستان به هېڅ یوې ډلې او مخالف ځواک ته به اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان پر ضد د پاکستان خاوره وکاروي. طالبانو ویلي چې پاکستان د داعش مشرانو او غړیو ته په بلوچستان کې پناه ورکړې چې له هغه ځایه په افغانستان او نورو هیوادونو کې بریدونه کوي.
دغهرازد سوداګرۍ پر مخ د خنډونو لرې کول، د کډوالو جبري اخراج، د لارو د بندښت پای ته رسول او د سیاسي موخو لپاره نه کارولو موضوعات هم د افغانستان له خوا مطرح شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې په دې وړاندیز کې د څلور اړخیز ميکانېزم طرحه هم شامله ده چې د اوربند د ماتولو پېښې وڅاري او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د شخړو د مخنیوي لپاره استخباراتي معلومات شریک کړي.
د پاکستان غوښتنې:
پاکستان په خپله مسوده کې له طالبانو ۷ غوښتنې لري او پاکستاني پلاوي په ترکیه کې خپلې غوښتنې طالبانو ته وړاندې کړي دي چې د ټيټيپي او بلوڅ بېلتون پالو پر ضد عملیات، د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف نه کارول او له د ډیورنډ کرښې څارنه په دې غوښتنو کې شامله ده.
سرچینه وايي، پاکستان دا غوښتنه هم کړې، چې باید د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او همغږۍ بهیر پیاوړی شی اوپاکستان ته باید د مشکوکو خلکو مخنیوی او عملي اقداماتو لپاره مهالوېش جوړېدو په تړاو هم طالبان راپور ورکړي.
پاکستان له طالبانو غوښتي، چې دوی ته دې پر ډیورنډ کرښه باندې د امنیت لپاره د ښکاره تدابیرو او عملي ګامونو په اړه شفاف راپورونه ورکړل شي.
د سرچینې په وینا، په دې نوملړ کې د پاکستان وروستۍ غوښتنه دا ده، چې د عملي اقداماتو لپاره روښانه او دقیق مهالوېش جوړ او په دې اړه پاکستان ته د خپلو فعالیتونو راپور ورکړل شي.
د مذاکراتو دویمه ورځ:
دواړه لورې، یوې نهايی هوکړې ته د رسېدو لپاره نن غرمه د استانبول پر وخت ۱۲ بجې یو ځل بیا خبرو ته کېناستل که نن یوې هوکړې ته نه رسېږي، کېدای شي خبرې پر درېیمه ورځ هم دوام وکړي.
په استانبول خبرو کې د طالبانو د حکومت د پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي نجیب کوي، په پلاوي کې د طالبانو د حکومت د سیاسي کمېسیون یو غړی انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت لومړی سیاسي رئیس نور احمد نور، د دفاع وزارت د اپراسیون رئيس نورالرحمان نصرت او د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي شامل هم دي.
تېره اونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو تر منځ خبرو په پای کې دواړې خواوې پر موقتي اوربند سلا شوې او پرېکړه یې وکړه چې بله غونډه به په استانبول کې کوي چې د ستونزو د اوږدمهالي هواري په اړه یو کره میکانیزم رامنځ ته کړي.
Views: 12