د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی نصرت حقپرست په خپله ۲۴مه حرفهیي لوبه کې نن شپه له خپل اسټرالیايي سیال سره لوبه کوي.
دا لوبه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې په «UFC 321» سازمان کې ترسره کېږي.
د ازادو لوبو دغه افغان ورزشکار تر اوسه د UFC سازمان په کچه ۲۳ لوبې کړې چې ۱۸ یې ګټلې او پنځه یې بایللې دي.
د حقپرست سیال ۲۵ کلن کویلن ساکیلډ دی چې تر اوسه یې ۱۰ لوبې کړې او یوازې یوه لوبه یې بایللې ده.
د یادولو ده، نصرت حقپرست او اسټرالیايي کویلن ساکیلډ ترمنځ د وزن پورته کولو لوبه په ابوظبۍ ښار کې وشوه.
Views: 1