د کونړ سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اسمار ولسوالۍ کې یو موټر سیند ته لوېدلی چې له امله یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی، دوه ماشومان لادرکه او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.
د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ د کونړ ولایت د اسمار ولسوالۍ د چپکو په سیمه کې یو سراچه موټر له سړک وتلی او سیند ته لوېدلی دی.
شرچینې زیاته کړې، یاده پیښه کې دوه کسان ځای پر ځای مړه شوي، دوه ماشومان لادرکه او شپږ نور کسان ټپیان دي.
سرچینه وايي چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې نږدې روغتون ته لېږدولي دي.
د کونړ د ترافیکو مدیر مولوي اصلاحالدین ایوبي د پېښې اصلي لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي او تیز سرعت بللی دی.
هغه موټرچلوونکو ته سپارښتنه کړې چې ترافیکي اصول مراعات کړي او له تېز تګ څخه ډډه وکړي.
Views: 1