دغه معاملات لکه د نورو هېوادونو په څېر کاناډا کې هم په ډېرو پیسو ترسره کېږي؛ یو شمېر افغانان هم په دغه هېواد کې د جایدادونو او ملکیتونو د پېر او پلور کاروبار کې بوخت دي خو نوي راغلي افغان کډوال بیا په دې برخه کې چندان معلومات نه لري؛ ځکه د دغو معاملاتو پروسه له افغانستان سره ډېر توپیر لري.
نننۍ خپرونه مو همدې موضوع ته ځانګړې کړې؛ کاناډا کې د جایدادونو او ملکیتونو د پېر او پلور برخې کارپوه یوسف شیګیوال د خپرونې مېلمه دی؛ نوموړی به د خپلې پوهې او تجربې په رڼا کې د مالکیتونو د انتقال، د میراث وېش، د قرضو له لارې د ملکیتونو پېرلو، له نورو هېوادونو د املاکو برخه کې د پانګونې له لارې د کاناډا تابعیت اخیستو او د دې لویې سوداګرۍ نورو اړخونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي.
مېلمه: یوسف شیګوال، په کاناډا کې د املاکو برخې کارپوه
Views: 18