د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د سعودي دلتا انټرنېشنل کمپنۍ په افغانستان کې د نفت او ګازو او ټاپي نللیکې غځولو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت وزیر ملا هدایتالله بدري نن د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ له اجرائیوي رییس شاهر التقي او د کام انرژي له رییس زمري کامګار سره کتلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د دلتا انټرنېشنل کمپنۍ اجرائیوي رییس د خپلې کمپنۍ په اړه معلومات وړاندې کړل او دغهراز یې د افغانستان د نفت او ګازو ترڅنګ د ټاپي نللیکې غځولو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.
هغه ژمنه کړې چې دوی به له افغان انجنیرانو سره خپلې تجربې شریکې کړي.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزیر وویل: «موږ غواړو د سعودي عربستان له پانګهوالو سره په ګډه کار وکړو، دا زموږ لپاره ویاړ دی چې تاسو لېوالتیا لرئ څو د افغانستان په کاني زېرمو کې پانګونه وکړئ، موږ پراخې او بډایه کاني سرچینې لرو، ټول بهرني او کورني پانګهوال کولای شي پانګونه وکړي، زه ستاسو د لېوالتیا هرکلی کوم او د کانونو د قانون او کړنلارې اړوند به په یادو برخو کې درسره همکاري وکړو.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په پای کې دواړو لورو د تخنیکي ټیمونه د غونډو د دوام په موخه یو یادښت هم لاسلیک کړ.
Views: 1