د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه نن له مالدیف سره ترسره کوي.
د اسیا د مرکزي زون د والیبال د اتلولۍ سیالۍ د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه کې روانې دي.
د افغانستان د والیبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله نن د مرکزي اسیا د والیبال اتلولۍ سیالیو کې خپله دویمه لوبه له مالدیف سره ترسره کوي.
د افغانستان او مالدیف ترمنځ لوبه به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه ترسره شي.
دغه راز، افغان لوبډلې پرون خپله لومړۍ لوبه ۳ پر ۲ سریلانکا ته وبایله.
Views: 9