د عدلیې وزارت وایي چې د ننګرهار په سرهرود ولسوالۍ کې «د سید اسحاق ګیلاني ښارګوټي» ځمکه چې نږدې ۵۶۴۰ جریبه کېږي، د سندونو او مدارکو د څېړلو نتیجه کې دولتي تثبت شوه.

عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مرکزي زون د غصب شوو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې په سرهرود ولسوالۍ کې «د سید اسحاق ګیلاني ښارګوټي» د نږدې ۵۶۴۰ جریب ځمکې د سندونو او مدارکو له څېړلو وروسته پرېکړه وکړه چې یاده ټوله ځمکه دولتي ده.

خبرپاڼه کې راغلي، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون له دې مخکې د ننګرهار په سرهرود ولسوالۍ کې د سید اسحاق ګیلاني ښارګوټي موضوع څېړلې او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې دوسیه رسماً د مرکزي زون د غصب شوو دولتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
سرچینې زیاته کړې، یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د معلوماتو له اخیستو او له دولته د یادې ځمکې د پېرېدنې له نه ثابتېدو وروسته پرېکړه وکړه، د دغه ښارګوټي ټوله ځمکه چې ۵۶۴۰ جریب کېږي، دولتي ملکیت دی.
خبرپاڼه کې راغلي، دغهراز اختصاصي محکمې پرېکړه وکړه، د ځمکې متصرفین چې عمدتاً پېرېدونکي دي او ځمکه یې له اشخاصو اخیستې، کولای شي د ځمکې د بیې اخیستو او د خپل زیان جبران لپاره پلورونکي ته مراجعه وکړي.
عدلیې وزارت ویلي، د هېواد په کچه د دولتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په جدیت سره جریان لري او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوو یې او اړوندې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو او د امارتي ادارو د معلوماتو له دقیقې څېړنې وروسته، د دولتي او تر ادعا لاندې ځمکو په اړه پرېکړه کوي.
Views: 23