د ملګرو ملتونو ویاند وايي چې هیله لري د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند دوامداره پاتې شي.
د ملګرو ملتونو ویاند اسټیفن دوجاریک په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټول موضوعات باید د ډيپلوماسۍ له لارې حل شي.
هغه زیاته کړې: «هو، د افغانستان او پاکستان په اړه موږ هیله لرو چې اوربند دوام وکړي او ټول مسایل باید د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.»
دا په داسې حال کې ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ له څو ورځنیو ترینګلتیاوو وروسته، د روانې اونۍ یکشنبې په ورځ په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان استازو ترمنځ د مذاکراتو په لړ کې دواړه هېوادونه پر «بشپړ او معنا لرونکي اوربند» هوکړې ته ورسېدل.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغو مذاکراتو بل پړاو ښايي د اکټوبر په ۲۵مه په ترکیه کې ترسره شي.
Views: 1