د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې او زمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبه کې افغان لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د روانې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره یوازې ۱۲۷ منډې جوړې کړې. د افغان لوبډلې په ګټه رحمن الله ګربز ۳۷ او عبدالمالک ۳۰ منډې جوړې کړې.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات وویل چې دغه لوبه د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲:۳۰ بجې پیل شوه.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه لوبه د زمبابوې د پلازمېنې هرارې په سپورټس کلب لوبغالي کې ترسره کېږي چې د اکټوبر تر ۲۴مې به دوام ولري.
دغه راز، افغان لوبډله به له ټېسټلوبې وروسته له زمبابوې سره د شلاوریزو لوبو لړۍ پیل کړي چې لومړۍ لوبه به د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۹مه، دویمه به د اکټوبر په ۳۱مه او درېیمه لوبه به د نومبر په دویمه ترسره شي.
Views: 5