په کاناډا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) غړو د افغانستان په پکتیکا، کندهار او کابل ولایتونو کې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې د دغه هېواد د قونسلګرۍ مخې ته سولیز لاریون وکړ.
د لاریون ګډونوالو د پاکستان د هوايي بریدونو پر ضد شعارونه ورکړل او د ملکي وګړو، ښځو، ماشومانو او د کرکټ د لوبغاړو وژل یې یو څرګند جنګي جنایت وباله.
دوی له نړیوالو بشردوستانه بنسټونو، د ملګرو ملتونو له سازمان او د بشري حقونو له فعالانو وغوښتل چې د پاکستان د بریدونو په اړه چُپ پاتې نه شي او د افغانانو د مظلومیت غږ واوري.
د لاریون بشپړ راپور د وصال تلویزیون په یوتیوب چینل کې کتلی شئ.
Views: 4