دیوه ورځني کرکټ نړېوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان سریلانکا ته په سترې ماتې ورکولو سره نه یواځې درېیمه بریا خپله کړه؛ بلکې د نومرو په جدول کې یې هم پنځم مقام خپل کړ.
افغانستان خپله شپږمه لوبه د دوشنبې په ورځ د لړم په اتمه نېټه دهند په پونې ښار کې له سریلانکا سره ترسره کړه، د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې سریلانکا د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د سریلانکا لوبډلې ښه پیل وکړ، خو وروسته د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د سریلانکا لوبغاړي یو پر بل پسې سوځېدل او ټوله لوبډله یې په پنځوسم اوور کې په ۲۴۱ منډو وسوځېدله او افغانستان ته یې د ۲۴۲ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري فضل حق فاروقي چې په تېره لوبه کې کښېنول شوی و، دا ځل ورته بیا چانس ورکړل شو او هغه هم د څلورو لوبغاړو سوځولو سره ځان ثابت کړ.
دغه راز مجیب رحمن دوه، راشد خان او عظمت عمرزي یو یو لوبغاړی وسوځولو.
د یاد هدف ترلاسه کولو په موخه چې افغانستان لوبه پیل کړه؛ نو رحمن الله ګربز په صفر وسوځېد، خو ورپسې لومړی ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه ښه ملګرتیا پیل کړه، د ابراهیم له سوځېدلو وروسته لوبدلمشر شهیدي او رحمت شاه ښه ملګرتیا وکړه.
د رحمت شاه تر سوځېدلو وروسته عظمت عمرزی راغی او له لوبډلمشر حشمت سره یې تر اخره ملګرتیا وکړه او لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه.
د افغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ ۳۹، رحمت شاه ۶۲، حشمت شهیدي ۵۸ او عمرزی ۷۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
فضل حق فاروقي د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
دغې بریا سره افغانستان د روان نړېوال جام د نومرو په جدول کې پنځم مقام خپل کړ، هند لومړی، افریقا دویم، نیوزیلینډ درېیم او اسټرالیا په څلورم مقام کې دي.
دغه راز سریلانکا شپږم، پاکستان اووم، نیدرلینډ اتم، بنګله دېش نهم او انګلستان په لسم مقام کې ځای لري.
افغانستان له دې وروسته له سویلي افریقا، اسټرالیا او نیدرلینډ سره لوبې لري.
Views: 13