د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې یوه لارۍ چې کوچیان یې لېږدول، یوې درې ته لوېدلې چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان جیو نیوز راپور ورکړی چې دغه لارۍ د پنجشنبې په ورځ ملاکنډ سیمې ته نږدې له سړکه وتلې او درې ته لوېدلې ده.
په راپور کې راغلي، یاد موټر د سوات له بحرین سیمې د کوچیان یوه ډله بلې سیمې ته لېږدوله چې له دې پېښې سره مخ شو.
سرچینه لیکي چې د پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي، ټپیان روغتون ته انتقال شوي او د ځینو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو اونیو کې په پاکستان کې ورته څو پېښو د لسګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
Views: 4