د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اوکراین جګړې پای رسولو په اړه به ډېر ژر د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
رویټرز راپور ورکړی چې ټرمپ له پوتین سره تر دوه ساعته اوږدو ټیلېفوني خبرو وروسته ویلي، دا غونډه ښايي په راتلونکو دوو اونیو کې د مجارستان په پلازمېنه بوداپسټ کې ترسره شي.
سرچینه لیکي چې کرملین هم د دې لیدنې پلان تایید کړی خو کره نېټه یې تر اوسه نه ده اعلان شوې.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې ویلي: «ما ټول عمر معامله کړې او هیله لرم چې دا یوه هم ژر پای ته ورسوو.»
ټاکل شوې له دې لیدنې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د هغه روسي سیال سرګي لاوروف ترمنځ خبرې ترسره شي.
Views: 1