د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي د پاکستاني ځواکونو وروستي بریدونه “بېساری ظلم” بولي. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۰ تنه ټپیان شوي دي.
راپورونه زیاتوي چې د بریدونو له امله ګڼ کورونه او دوکانونه ویجاړ شوي او شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوې دي.
ځايي خلک وايي بریدونه قصدي وو، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو د ملکي تلفاتو د لوړې کچې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
Views: 4