د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي او ویلي یې دي: «پاکستان باید پوه شي چې د افغانستان ولس د خپل هېواد او خاورې د دفاع برخه کې یو موټی او یو غږ دی.»
پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان دغه بریدونه غندلي، د افغانستان پر خاوره یې ښکاره تېری او د نړۍوالو اصولو او قوانینو څرګند نقض یې بللی دی.
هغه لیکلي: «پاکستان باید پوه شي چې د افغانستان ولس د خپل هېواد او خاورې د دفاع برخه کې یوموټی او یو غږ دی. د پاکستان خیر په دې کې دی چې له تېري تېر شي او د خپلو زیانمنو پالیسیو له بیا کتنې وروسته له افغانستان سره د ګاونډیتوب او نړۍوالو اصولو پر بنسټ دوستانه او متمدنې اړیکې وساتي.»
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد تېره ورځ مازدیګر خبر ورکړ چې د پاکستاني اړخ په غوښتنه او اصرار نن ماښام له ۵ نیمو بجو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند وشو، خو یوې باوري سرچینې تېره ورځ وویل چې پاکستان د اوربند له هوکړې مخکې یو ځل بیا د کابل هوایي حریم نقض او یو تش ملکي کور یې په نښه کړی دی.
وروسته د کابل ایمرجنسي روغتون وویل چې د یادې پېښې له ځایه د ماشومانو او ښځو په ګډون دغه روغتون ته پنځه شهيدان او ۴۰ ټبیان وروړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، پاکستان تېره ورځ د کندهار په سپینبولدک ولسوالۍ کې هم بریدونه وکړل چې د راپورونو له مخې، له امله یې ۲۰ ملکي وګړي شهیدان ۱۶۶ټپیان شول.
د تېرې اونۍ د پنجشنبې پر شپه هم پاکستان د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر مرغی بازار هوايي بریدونه وکړل او د کابل هوایي حریم یې هم نقض کړ او په پلازمېنه کې د چاودنې غږ واورېدل شو.
له دغه برید وروسته د طالبانو ځواکونو د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچاخیستونکي بریدونه ترسره کړل.
د طالبانو د ویاند د معلوماتو له مخې، د افغان ځواکونو په دغو غچاخیستونکو بریدونو کې د پاکستان تر شلو پوررې پوستې نیول شوې وې، ۵۸ پاکستاني نظامیان له منځه تللي او د ۳۰ په شاوخوا کې ټپیان وو.
Views: 1