کرکټ بورډ وایي چې د افغانستان د ملي لوبډلې «تکړه» توپوهونکی رحمتشاه زرمتی د پښې د ټپ له امله د بنګلهدېش پر وړاندې له درېیمې یو ورځنۍ نړۍوالې او د زمبابوې پر وړاندې له ټېسټ سیاليو بهر شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی رحمتشاه زرمتی د چپې پښې د پونډۍ د عضلاتو شکېدو له امله یې د بنګلهدېش پر وړاندې له درېیمې نړۍوالې یو ورځنۍ او د زمبابوې پر وړاندې له راتلونکې ټېسټ لوبې بهر شو.
سرچینه زیاتوي چې نوموړي د بنګلهدېش پر وړاندې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د توپوهنې پر مهال د پونډۍ په شاتنۍ برخه کې درد محسوس کړ او له طبي معایناتو وروسته څرګنده شوه چې د پونډۍ عضلات یې شکېدلي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د دغه بورډ د طبي څانګې مسوولین اوسمهال له بهرنیو متخصصینو سره په مشوره بوخت دي څو رحمتشاه زرمتی تر ټولو غوره درملنه ترلاسه کړي او ژر تر ژره بیاځلې له ملي لوبډلې سره یو ځای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو (ODI) په لړ کې یې دوه پرلهپسې بریاوې ترلاسه کړې دي، نن له بنګلهدېش سره خپله درېیمه او وروستۍ لوبه ترسره کوي.
همدارنګه، ټاکل شوې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له بنګلهدېش سره د لوبلړۍ له پای ته رسېدو وروسته، د اکتوبر په شلمه له زمبابوې سره یوه ټېسټ سیالي ترسره کړي.
Views: 5