د کاناډا په بکهورن (Buckhorn) کلي کې د یادګاري دیوال پر مخ د هغو ۱۵۸ کاناډایي سرتېرو انځورونه او نومونه لیکل شوي دي، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.
په دغه دیوال کې د کاناډا د استخباراتو د یوې مشرې انځور هم شته، هغه ښځه چې یوازې درې ورځې یې په افغانستان کې تېرې کړې وې او وروسته یې ځان وژلی و.
دغه یادګار چې د اونټاریو د پيتربرو په سیمه کې موقعیت لري، په دې خپرونه کې مو هڅه کړې چې د یاد دیوال د جوړېدو په اړه معلومات درکړو چې ولې او د څه لپاره په ياده سيمه کې جوړ شوی دی.
دغه راز په خپرونه کې د همدې سیمې یو افغان اوسېدونکی اسد شریفي هم راسره دی، چې د وژل شويو سرتېرو او د جګړې د هغو کلونو په اړه او د یادګاري دیوال په اړه معلومات ورکوي.
تاسو کولای شئ دا خپرونه د وصال ټلویزیون له یوتیوب چینل څخه وګورئ.
Views: 2