د سوکوهنې د ازادو سیالیو یا رزمي لوبو افغان اتلانو عبدالعظیم بدخشي او محمد ولي هوتک خپلو کوریایي او قزاقستاني سیالانو ته ماتې ورکړه.
د عبدالعظیم بدخشي او د هغه د کوریایي سیال ترمنځ لوبه د تلې په ۶مه، د شنبې په ورځ د شپې ناوخته د هندوستان په پلازمینه نوې ډیلي کې ترسره شړه.
افغان اتل بدخشي وکولی شو، چې کوریایی لوبغاړی هې جن پارک په لومړي راونډ کې د سوکانو او څنګلو په ګوزارونو مات او هغه یې ناک اوټ کړ.
عبدالعظیم بدخشي له یو نیم کلن ځنډ وروسته لوبه کړې وه. دغې بریا سره د هغه د ټولو بریاوو شمېر ۱۴ ته ورسېد حال دا چې درې لوبې یې مخکې بایللې هم دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ازادو سیالیو بل افغان اتل احمد ولي هوتک پرون د روسیې پلازمینې مسکو کې خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه.
نوموړي د لوبې په دویم راونډ کې خپل سیال د قزاقستان ماکات عبدالقدیروف مات کړ او بریا یې خپله کړه.
Views: 98