پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ او د سپین‌بولدک – چمن دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون نن سهار پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي چې‎ پاکستاني لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

دغه راز د کندهار سیمه‌ییز مسوولین وایي چې پاکستان د سپین‌بولدک – چمن دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

د سپین‌بولدک د اطلاعاتو امر حافظ علي محمد حقمل پژواک ته وویل چې پاکستان نن سهار د سپین‌بولدک او چمن دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

هغه وویل چې د افغانستان له لوري څه ستونزه نشته ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې پر شپه پاکستان پر کابل او د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر مرغی بازار هوايي بریدونه وکړل.

تېره شپه د طالبانو ځواکونو د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو د غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.

Views: 7