د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې یې لومړۍ لوبه ګټلې، نن له بنګلهدېش سره خپله دویمه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله به نن د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلورنیمې بجې د اتصالات جام یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په دوهمه لوبه کې له بنګلهدېش سره د سیالۍ ډګر ته کښته شي.
کرکټ بورډ زیاته کړې، افغان لوبډلې د بنګلهدېش پر وړاندې د دویمې یو ورځنۍ نړۍوالې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه پرون تمرینات ترسره کړل.
دغه سیالي د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.
افغان لوبډلې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش ته ماتې ورکړې ده.
د یادونې ده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له بنګلهدېش سره خپله درېیمه لوبه د اکتوبر میاشتې په ۱۴مه ترسره کړي.
Views: 9