د کابل ښار اوسېدونکو نن شپه د ماخوستن شاوخوا ۹:۵۵ بجې د چاودنې غږ اورېدلی او ورسره هم‌مهاله د جنګي الوتکو پروازونه هم لیدل شوي دي.

ځايي سرچینو وصال ټلویزیون ته ویلي، چې الوتکې د چاودنې له غږ وروسته د ښار له فضا نامعلوم لور ته تللې دي.

د عیني شاهدانو په وینا، چاودنه د عبدالحق څلورلارې په سیمه کې شوې او د دوی د مشاهدې له مخې، پر یوه لنډکروزر موټر توغندی لګېدلی دی.

د طالبانو حکومت پېښه تأیید کړې، خو د هغې د نوعیت او هدف په اړه یې تر اوسه رسمي معلومات نه‌دي ورکړي. د طالبانو امنیتي ځواکونه د پېښې سیمه کلابند کړې ده.

ځینې سرچینې دا برید د نامعلومو ډرون الوتکو بمباري بولي، خو تر دې دمه د الوتکو د هویت په اړه هېڅ رسمي څرګندونې نه‌دي شوې.

دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دا مهال د هند په پنځه ورځني سفر بوخت دی او د هندي چارواکو له‌خوا ورته تود هرکلی ویل شوی.

له بلې خوا، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د خپل هېواد پارلمان ته ویلي، چې “افغانستان ته د دوی حوصله ختمه شوې ده” — داسې څرګندونې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې ترینګلتیا نښې ګڼل کېږي.

تر اوسه د چاودنې د څرنګوالي، د مرګ‌ژوبلې او د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

Views: 19