د راپورونو له مخې، په مصر کې غیرمستقیمې خبرې په غزه کې د سولې لپاره د ټرمپ د ۲۰ مادهییزې طرحې پر لومړي پړاو د هوکړې لامل شوې دي.
رویټرز راپور ورکړی، حماس تایید کړې چې د جګړې پر پای ته رسولو هکړې ته رسېدلي دي. حماس ویلي چې په دې هوکړه کې له غزې د اسراییلي ځواکونو وتل او د بندیانو تبادله شامل دي.
سرچینې زیاته کړې چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي: «د دې طرحې د لومړي پړاو په تصویب سره به زموږ ټول یرغمل شوي کسان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي؛ دا د اسرائیل د دولت لپاره یوه ډیپلوماتیکه او ملي او اخلاقي بریا ده.»
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله تروت پاڼه لیکلي: «په ویاړ سره اعلان کوم چې اسرائیل او حماس دواړو زموږ د سولې د طرحې لومړی پړاو لاسلیک کړی دی؛ دا په دې معنا ده چې ټول یرغمل شوي کسان به ډېر ژر خوشي شي او اسرائیل به خپل ځواکونه تر هوکړه شوي کرښې وباسي؛ د یوې پیاوړې، دوامداره او تلپاتې سولې پر لور د لومړنیو ګامونو په توګه.»
د امریکا ولسمشر د ښکېلو غاړو ترمنځ دې هوکړې ته د رسېدون لپاره د قطر، مصر او ترکیې له هڅو مننه کړې ده.
بلخوا، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش په یوه پیغام کې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند پر لومړي پراو د هوکړې او د ټرمپ د وړانیز شوې طرحې له مخې د زندانیانو د ازادېدو هرکلی او ملاتړ کړی دی.
ګوټرېش له ښکېلو خواوو غوښتي څو دې هوکړې ته په بشپړه توګه ژمن پاتې شي او ټینګار یې کړی چې جګړه باید د تل لپاره پای ته ورسېږي. هغه دغه راز غزې ته د سملاسي او له خنډ پرته د بشري مرستو او اړینو سوداګریزو توکو رسولو د تضمین غوښتنه کړې ده.
هغه دغه راز له ښکېلو غاړو غوښتي څو د اشغال د پای ته رسولو لپاره لخ دغه فرصته ګټه واخلي، په رسمیت پېژندل د فلسطین د خلکو د برخلیک ټاکلو حق او سولې ته د دواړو هېوادو د رسېد حللاره ده، یوه داسې حللار چې د فلسطین او اسرائیل خلکو ته سولهییز او خوندي ژوند برابر کړي.
Views: 1